د پي ټي ایم مشرتابه پلاوي د سوات په ولسي پاڅون کي ګډون وکړ

د ناامنې، ترهې ، جنګونو او فسادونو پر خلاف د سوات اولس سره څنګ په څنګ ولاړ پی ټی ایم.
نن په مټه سوات کې د سوات اولسی پاڅون له خوا راجوړ لاریون کې د پی ټی ایم مشر منظور پښتین، صوبائی کورډینټر ایدریس باچا، مرکزی کمیټی غړی حاجی عبدالصمد، حسین آفریدی، صابر بلال، سعید انور داوړ، ګل پسند، رزاق صافی، او د غورځنګ نور مخکښ ملګری لکه نظیف لالا، لعل باچا میاڼ، کامران خان، فرید صافی، کریم خان، شمس پښتون، مقیب آفریدی، ګیلامن، سپین دادا او سره د تحریک د ګڼ شمیر ملګرو د یو جلوس په شکل کې ګډون وکړو.
د سوات اولس مشکلات او سوات وطن حال به راتلونکی وخت کې د یو ویډیو له لارې مشر منظور پښتین د ټول قام سره شریک کوی.

منظور پښتین سوات پاڅون ته