د پي ټي ایم د الیکشن کمېشن خبرتیا


د پي ټي ایم ټولو بریتانیا مېشتو ملګرو ته په ډېر درنښت خبر ور کول کېږي چې د غورځنګ د بریتانیا په ټاکنو کې ګډون وکړي او د آزادو ټاکنو په پایله کې د بریتانیا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او کور کومېټه و ټاکي.

د غورځنګ د ګڼو ملګرو په غوښتنه ټاکنې د روانې نومبر میاشتې پر ۱۳ نېټه چې د یکشنبې یا اتوار ورځ کېږي په لندن کې ترسره کېږي.

د بریتانیا د ټاکونکي مشرتابه او د جوړو څانګو د مسولینو څخه به مشر منظور پښتون غورځنګ ته د وفاداري لوړه یا سوګند اخلي او دې غونډه ته به مشر منظور پښتون وینا کوي.

ټاکنو ته د اروپا د ټولټاکنو عمو مي مشر ښاغلی ببرکزی او د الکشن کمېشن د نورو مشرانو ترڅنګ د غورځنګ یو شمېر مخکښ مشران را بلل شوي دي.

د بریتانیا د ټولټاکنو پروګرام کې د ډوډۍ ؛ چایو؛ خوراک او څښاک بشپړ انتظام شوی او ملګري به د ټاکنو وروسته د پښتو موسیقي نه هم خوند واخلي.

د ټنګ ټکور پروګرام ته د پښتو مشهور ملي سندرغاړی ښاغلی کبیر جان امیري رابلل شوی چې د ټولټاکنو وروستۍ برخه به په خپل خواږه اواز لا نوره ښکلې کړي.

له ټول ملګرو په درنښت هیله کیږي چې په ټاکنو کې د ګډون پخلی وکړي او په خپل راتګ غورځنګ لا نور پیاوړی کړي.

وخت: د بریتانیا پر ټایم د مازدیګر 4 بجې 
ورځ: Sunday یکشنبه/ اتوار
نېټه: ۱۳ نومبر۲۰۲۲ 
ځای او د ټاکنو صالون:
رویال کراون صالون Royal Crown
پته: 92High Street, Edgware 
HA8 7HF