|
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين نن ماځیګر د ویډیوي وینا په ترڅ کي د پښتون ژغورنې غورځنګ منشور او آئین تائید او اعلان کړ.
ورپسې ددې غورځنګ د آئین کمیټې غړي ښاغلي شیرین یار یوسفزي د پښتون ژغورنې غورځنګ آئین يا تګلاره لومړی ددې غورځنګ په کاري ګروپونو او وروسته په عمومي توګه د غورځنګ کمیټیو ته په واک کي ورکړ چي اوس د همدې ویبپاڼي د پرانیستني د لومړي خبر په توګه تاسو درنو لیدونکو ته وړاندي کيږي. په پښتونخوا او ټوله نړۍ کي د پښتنؤ د سوکالۍ او پرمختیا په هیله
پهٔ درنښت
د منشور/آئین لینک