د شمالي وزیرستان او پښتونخوا د ګوټ ګوټ څخه راغلي غیرتي ولسه، مننه

د شمالي وزيرستان د غيرتي او په قام مئين اولس ډېره زياته مننه چي پي ټي ايم باندي يې باور وکړو او مونږ ته يې دومره عزت او قدر راکړو .

مونږ د شمالي وزيرستان پي ټی ايم ارګنايزرز هم مننه کوو چې دوي په ډېر کم وخت کې په ډېر شايسته او منظمه انداز جلسه تر سره کړه .

مونږ د پښتون خواه وطن د ګوټ ګوټ څخه جلسې ته راغلي پښتنو څخه هم مننه کوو او د هغه ملګرو هم مننه چي په سوشل ميډيا يې زموږ غز د نړۍ ګوټ ګوټ ته و رسوي .

که څه هم رياست د جلسې ناکامه ولو هر څه کوشش وکړي ، خو د شمالي وزيرستان اولس ډېر په مړانه د پي ټی ايم سره ودريدل او دا جلسه يې کاميابه کړه .

د ظالم او د ظلم په ضد به زموږ مزاحمت هم دغه رنګه جاري وي .

يو ځل بيا د وزيرستان د غيرتي او ننګيالي اولس شکريه د زړه له تله ادا کوم .
#PashtunLongMarch2Miranshah