په چمن جلسه کي د مشر منظور پښتین ناڅاپي سفر ټول حیران کړل

پي ټي ايم تحريک ندي ،دا د پښتنو ميندو ارمانونه دي ،چي په اوښکو کي را بهېدلي دي ،دا د پښتنو سپينږيرو د سپینې ږيري يو يو ويښته دي. دا پي ټي ايم زمونږ د تاريخي اتلانو ،د دوي تاريخ دي ، مونږ خپل تاريخ هيچا ته نشو ورکولای . ملګرو ډېره لويه لاره راته پاته ده ، زمونږ د نيکونو ليار راته پاته ده ،دا خاوره د احمد شاه ابدالي خاوره ده ، په دې باندې د بل چا بادشاهي نشي کيدالي .

دا د فقير ايپي بچيان دي ، دا د باچا خان او صمد خان بچيان دي ، خپله خاوره کله هم چاته نه پريږدو ، په دې پښتونخوا به ډېړ زر د پښتنو د خپلو بچو اختيار وي ،

هيس څوک به هم دلته نشي کولاي چي بې اجازته به راځي ، نن زمونږ خپل کلي ته چي څوک ځي ، ته په لياره کي ورته ولاړ وې ، چي څوک يې د کومې راغلې ، وخت به راځي ستا په خپل کلي کي به خلک تاته ولاړ وي چي ته چرته روان يې .

د ملي مشر منظور احمد پشتین د نن چمن جلسې ته د وينا برخه

مشر منظور پښتین چي د کراچي له سفر څخه په ناڅاپي توګه په چمن جلسه کي راڅرګند سو د جلسې د ګډونوالو، چمن اوسیدونکو او پر سوشیل میډیا د خورا تود هرکلي او ولسي خوشالۍ سره مخامخ سو.

مشر تر جلسې وروسته بیرته حرکت وکړ، غرمنۍ او ماځیګر لمونځونه یې په کچلاک کي د ملک مجیدخان کلکړ سره وکړل او وروسته یې حرکت وکړ چي ځايي وخت دشپې یوه نیمه بجه بیرته کراچي ته ورسیدی.

#PashtunLongMarch2Chaman