د کراچۍ د غيرتي او په قام مئين مسافرو ډېره زياته مننه چي په دومره ګڼ شمیر راووتل او پي ټي ايم باندي يې باور وکړو او مونږ ته يې دومره عزت او قدر راکړو . زه خالي په يوه عامه دوره راغلي وم ، چی ستاسو سره ليدنه کتنه وکړم ، خو دا کم بيداره اولسونه چي ما وليدل زه باوري يم چي پي ټي ايم اوس د خلکو د زړه څخه د دغ جابر رياست او د دې د ادارو ويره ختمه کړي ده .
زه د کراچۍ پي ټی ايم ارګنايزرز هم مننه کوو چې دوي په ډېر کم وخت کې په ډېر شايسته او منظمه انداز جلسه نه بلکې جلسې تر سره کړې . او په خصوصي توګه د هغو ځوانانو مننه کوم چي دوي شپه او ورځ زما سيکيورټي ته ورکړي وه ، مونږ خو د وطن په خاطر خپله سينه هر وخت دشمن ته نيولي ده ، خو دا د دوي مينه وه ،زه یې منندوی يم .
زه د جنوبي پښتونخوا خواه ، خیبرپښتونخوا او نورو د ټولو ښارونو څخه راغلو ملګرو ، او په خصوصي توګه د کراچۍ د مختلفو ضلعو څخه چي کمو ملګرو ځانونه دې جلسې ته راورسول ، څخه هم مننه کوو او د هغه ملګرو هم مننه چي په سوشل ميډيا يې زموږ غز يې بدرګه کړي .
د ظالم او د ظلم په ضد به زموږ مزاحمت هم دغه رنګه جاري وي .او رياست ته به په جار وايو چې زياتره مونږ په خپله خاوره ستا پراکسي جنګونه نه پرېږدو ، او دا ستا غلطو پاليسو څخه زوريدلي او کړېدلي اولس به ستا مخه نيسي . پښتانه اوس ويښ شوي دي ،بيداره دي ، اوس ته زمونږ په وينو ډالر نشې ګټلي. په دې کاميابه او مزاحمتي جلسې باندې ټولو ملګرو ته آفرين او مبارکي وايم .
يو ځل بيا د کراچۍ په خاوره اوسيدونکي زما ننګيالي او په قام مئين پښتنو شکريه د زړه له تله ادا کوم .
#PashtunLongMarch2Karachi