زه د پي ټي ایم باجوړ ملګرو ته آفرین وایم – منظور پښتین

نن د پښتون ژغورنې غورځنګ باجوړ ملګرو د شهيد ارمان لوڼي د تلين په مناسبت تعزيتي غونډه وکړه ،چي په ګڼ شمېر ملګرو ګډون وکړو ،زه د پي ټی ايم باجوړ ملګرو ته آفرين وايم ، د ریاست د دومره دړکو او سختيو باوجود د تحريک د پاره د دوي هلې ځلې د ستائنې وړ دي .نن هم په باجوړ کي نيټ ورک بند وو او ملګري ته دړکې ميلاو وې چي په دغه غونډه کي ګډون مه کوئ .
د پي ټی ايم باجوړ په ننی غونډې کي زمونږ د تحريک ملګري مولانا زینت الله افغان او ګيلامن پښتين هم د ګډون دپاره روان وو چي د مومند او باجوړ تر منځ چیک پوست باندي ایسار کړل شوو او بيا يې دوی دواړه ګرفتار کړل او پوځي قلعې ته لېږدول سوي دي.
#ReleasePTMActivists