منظور پښتین خیبر ولسي پاڅون ته وینا وکړه

خیبراولسیپاڅون

د خیبر اولس مشکلات نور هم په زیاتیدو روان وو، جنګونه، ترهګریزې پالیسې،په ځمکو قبضې، لادرکه خلک، کاروباری بندیزونه، تورخم مشکلات او د جنګ نوې څپې.
د دې پرخلاف نن په باړه خیبر کې د پی ټی ایم خیبر تر نظارت لندې اولسی پاڅون وشو چې پکې د خیبر ټولو سیاسی ګوندونو مشرانو، باړه سیاسی اتحاد، خیبر یونین، تاجر یونین او سماجی تنظیمونو مشرانو او ځائی صحافیانو ګډون وکړ.
په دې اولسی پاڅون کې د پښتون قومی تحریک پی ټی ایم مشر منظور پښتین، د مرکزی کمیټې غړی حسین آفریدی، حاجی عبدالصمد، عبدالحمید شیرانی، سیدانور داوړ، رزاق صافی، مولانا زینت الله، پی ټی ایم خیبر کورډینټر آفتاب خان شینواری او نور مخکښ غړی کامران خان اسلام اباد، ډاکټر مشتاق پښاور، لغمان افریدی خیبر، مقیب آفریدی، محمدرسول انګور اډا او د پی ټی ایم خیبر په زرګونو ملګری شریک وو.
د امن مارچ ټولو ګډونوالو او مشرانو ته سلام.
پی ټی ایم به د خپل قام سره تل ولاړ وی.