مشر منظور پښتین د خړکمر دشهیدانو قبرونو ته ورغئ

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د غورځنګ د یو شمېر ملګرو سره څو شیبې مخته د خړ کمر د نسل وژني په دردناکه پېښه کي د بیګناه قتل کړل سوو شهیدانو هدیرې ته تشریف یووړ او د هغوی روح ته یې ددعا لاسونه لپه کړه.

مشر د غورځنګ ملګرو او ولس ته یوار بیا د خړکمر د نسل وژني په ګډون د خپل قام سره د ټولو ترسره سوو ظلمونو، بشري جنایتونو او بې عدالتیو پر خلاف د عدالت غوښتني مبارزې د دوام ژمنه وکړه.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر به سبا د نومبر پر پنځلسمه په میرانشاه کښي د په لراوبر وطن کي د سولي او امن په لویه تاریخي جلسه کي ګډون او ملت ته وینا کوي.