د پي ټی ايم شمالي وزيرستان او پي ټی ايم بنو په ملګرو آفرين وايم ،چې دوي خپل ځانونه په خطر کي واچول او د خدي خېل او مچې خيل قومونو مورچو ته ورغلل د چغې په شکل کي او د درو ورځو پوري يې د ډز بندۍ لپاره يې راضي کړل .
انشاالله دا درې ورځې به زموږ ملګري کوشش کوي چې د دوي تر مينځ دا شخړه ختم کړي او د يوه بل سره يې په اتفاق کړي .او دا ممکنه کړي چې دوي بيا مورچو ته نشي چګ د يوه بل په ضد .
اې پښتنو مونږ تل خواست درته کوو ، چي د يوه بل په ضد مه درېږئ ، د يوه انچ مزکې لپاره د خپل ورور دشمن مه جوړيږي ، زمونږ په وطن باندې پردي جنګونه کم دي چي تاسو په خپلو کي هم سره اخته ياست . مونږ به وطن د پردو نه را ژغورو که به ستاسو تر مينځ جنګونه در ختم کوو .
د پي ټی ايم ملګري چي چرته هم دي ،نو دا خيلي په بنياد چي د رياست له طرف نه کم کوشش روان دي ،چي پښتانه په خپلو کي سره اخته کړي دا کوششونه ور ناکام کړي ،د قام د يووالي لپاره خپلي هلې ځلې وکړي .