د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه غوښتنه کړې ده چې حکومت دې د دوی نیول شوي غړي زر تر زره خوشي کړي.
پښتون ژغورنې غورځنګ دا غوښتنه د دسمبر پر ۲۷مه د خیبر په باړه کې د جلسې پر مهال کړې ده.
د غورځنګ مشرانو جلسې ته په ویناوو کې د نیول شویو ملګرو د خوشي کېدو غوښتنې تر څنګ خپلې یو شمېر هغه غوښتنې هم تکرار کړې چې تر دې وړاندې یې په جلسو او لاریونونو کې وړاندې کړې دي.
د غورځنګ مشر منظور پښتین جلسې ته په وینا کې وویل چې د علي وزیر، حنیف پښتین ، نورالله ترین په ګډون دې د غورځنګ نیول شوي ټول غړي زر تر زره خوشي کړل شي.
ده وویل، “د علي وزیر کورنۍ ډیرې قربانۍ ورکړې دي، نن د ورک کړل شوو کسانو میندې او بچي موږ ته راغلي دي، پکار ده نور راخوشي کړل شي،په باړه کې یو استاذ عرفان الله او خاطر شینواری یې بې ګناه ووژل، پښتون ژغورنې غورځنګ د دې بې وسه خلکو خبره کوي.”
منظور پښتین زیاته کړه چې پر چیک پوسټونو نور ځورول نه مني او له ځپل شویو پښتنو سره له ریاسته د تاوان غوښتنه کوي.
ده زیاته کړه، “د خیبرزیاتره سیمه ړنګه پرته ده، د کورونو رغولو لپاره ډيره کمه معاوضه ورکول کیږي، تورخم یو کاروباري مرکز دی خو پښتانه پکې ځورول کیږي، این ایل سي هر څه قبضه کړل،نن تیرا راجګال ته کوکي خیل نه ورپریږدي چې خپلې سیمې ته ستانه شي، هلته یې د دوی ټول ځنګلونه ووهل، او د دوی کورونه یې لوټ کړل.”
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ وویل چې بد امني بیا زیاته شوې ده او په قبایلي ضلعو کې پولیسو ته روزنه او سامان نه ورکول کېږي.
ده وویل، “امنیتي ځواکونه پولیسو ته واک نه ورکوي، هدفي وژنې روانې دي، مدني فعالان او سیاستدانان نه پریږدي، خو د دې پرضد به زموږ مبارزه روانه وي.”
جلسې ته له شمالي وزیرستانه د صوبايي اسمبلۍ غړي میرکلام وزیر ، سید عالم مسید او یو شمېر نورو کسانو هم ویناوې وکړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دې جلسې ته د ورتګ پر مهال د پیښور او باړې ترمنځ زیاتره لارې تړل شوې وې.
د غورځنګ د مشر منظور پښتین ، ملا بهرام ، فرید اپرېدي په ګډون نور مشران او ولسي وګړي پر نورو لارو پیاده باړې ته داخل شول او جلسې ته ورغلل.
پر ډېره یخنۍ او باران سربېره په لوی شمېر خلک په جلسه ګاه کې موجود وو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو ویناوې یې واورېدې.
علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پيښور کې نیول شوی وو. د پېښور پولیسو ویلي وو چې علي وزیر یې د سیند صوبې د پولیسو په غوښتنه نیولی او حواله کړی دی.
علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۸مه له پېښوره کراچۍ ته وړل شوی وو او د دسمبر پر ۱۹مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شو.
د علي وزیر ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي او مشران هم یاد عدالت ته وړاندې کړل شول. عدالت ټول کسان د دسمبر تر ۳۰مې په ریمانډ پولیسو ته حواله کړل.
https://www.mashaalradio.com/a/31021442.html?fbclid=IwAR1a0Xu0hHE7zsjGNzmOTW_v8cX83AdukiZuKkavtF47-XE1hwift-Yr4X8