جنوبي پښتونخوا زما خپل کور دی ،زه به دلته هر کله راځم .

د جنوبي پښتونخوا د غيرتي او په قام مئين اولس ډېره زياته مننه چي په پي ټي ايم باندي يې باور وکړو او مونږ ته يې دومره عزت او قدر راکړو ، او مونږ دا په وياړ وايو چې جنوبي پښتونخوا د پي ټی ايم يو مضبوطه سنګر دي ،د جنوبي پښتونخوا اولس تل د قام د ژغورنې لپاره راوتلي دي او په قام يی ننګ کړې دي ، نن هم دوي د خپل بندی مشر علي وزير او د پي ټی ايم نورو ملګرو حنيف پښتين او اويس ابدال د را خلاصولو لپاره، او په پښتونخوا وطن کې د بدامنۍ او د ترهګرې راوړلو رياستي پاليسي په ضد راووتل .

مونږ د جنوبي پښتونخوا د پي ټی ايم ننۍ جلسې ارګنايزرز هم مننه کوو چې دوي په ډېر کم وخت کې په ډېر شايسته او منظمه انداز يوه مزاحمتي جلسه تر سره کړه .

مونږ د سياسي ګوندونو د هغو ټولو مشرتابه شکريه ادا کوو چي زموږ سره يې نن په جلسه کې ګډون وکړي .

مونږ په کويټه کې موجود محکوم او مظلوم قامونو د خلکو هم شکريه ادا کوو چې زموږ سره یې نن په دغه جلسه کې ګډون وکړي .

مونږ د پښتون خواه وطن د ګوټ ګوټ څخه جلسې ته راغلي پښتنو څخه هم مننه کوو او د هغه ملګرو هم مننه چي په سوشل ميډيا يې زموږ غز د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي.

د ظالم او د ظلم په ضد به زموږ مزاحمت هم دا رنګه جاري وي .

يو ځل بيا د جنوبي پښتونخوا د غيرتي او ننګيالي اولس شکريه د زړه له تله ادا کوم .

جنوبي پښتونخوا زما خپل کور دی ،زه به دلته هر کله راځم .

پښتانه افغانان زنده باد
د جنوبي پښتونخوا اولس زنده باد
پي ټی ايم زنده باد
مزاحمت زنده باد

#PashtunLongMarch2Quetta